د دید خبري اژانس: په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنټ، په کابل کې د ښځو او نارینه وو د خوښۍ هرکلی وکړ، او دا بریا یې “د افغان ځوانانو د امید او انعطاف نښه” وبلله.

د آسیا اتلولي؛ ملګري ملتونه: دا بریا د افغان ځوانانو د امید او انعطاف نښه ده
کابل ښار د شنبې په ورځ د ښځو او نارینه وو د خوښۍ صحنې ولیدلې، چې د آسیا اتلولۍ کې د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ټیم د بریا د لمانځلو لپاره سړکونو ته راووتل. خلکو دا تاریخي بریا د ملي بیرغونو او هڅونې شعارونو سره ولمانځله.
په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنټ، په ټولنیز شبکه ایکس کې د یو پیغام په خپرولو سره د ښځو او نارینه وو د خوښۍ هرکلی وکړ، او دا بریا یې “د افغان ځوانانو د امید او انعطاف نښه” وبلله.
هغه ځوانو لوبغاړو ته مبارکي وویله.
د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ټیم په فاینل کې خپل سیال ته په ماتې ورکولو سره د آسیا د اتلولۍ لومړی لقب وګاټه. دا لاسته راوړنه، په داسې وخت کې چې افغانستان د مختلفو ټولنیزو او سپورتي ننګونو سره مخ دی، د هیواد د ځوان نسل د وړتیا سمبول ګڼل کیږي.
په مراسمو کې حاضرو خلکو هیله څرګنده کړه چې دا بریا کولی شي د سپورت ودې لپاره یو نوی تحرک رامینځته کړي او د هیواد د ځوانانو ترمنځ پیوستون زیات کړي.