امنیت او حوادثبشري حقونهخبرسیمهشهروند خبریال

ملګري ملتونه: غزه په عصري تاریخ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو وژونکی ځای دی

د دید خبري اژانس: د نومبر په دویمه نیټه، د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت پای ته رسولو نړیواله ورځ، ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې د غزې تړانګه په عصري تاریخ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو وژونکی ځای ګرځیدلی دی.

ملګري ملتونه: غزه په عصري تاریخ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو وژونکی ځای دی
ملګرو ملتونو د نومبر په دویمه نیټه، د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت پای ته رسولو نړیواله ورځ په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د غزې تړانګه په عصري تاریخ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو وژونکی ځای دی.

د سازمان د بشري حقونو د دفتر د احصایو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه نیټه د غزې د جګړې له پیل راهیسې، د اسراییلو د بریدونو په ترڅ کې لږترلږه ۲۴۸ خبریالان شهیدان شوي دي؛ دا شمیره په عصري وخت کې د بل هر شخړې په پرتله ډیره ده.

سازمان دا هم زیاته کړه چې په نړیواله کچه، د خبریالانو د وژنو شاوخوا ۹۰ سلنه قضیې بې سزا او بې حسابه پاتې دي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې معافیت د رسنیو د آزادۍ او په ټوله نړۍ کې معلوماتو ته د لاسرسي حق لپاره یو جدي ګواښ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button