د دید خبري اژانس: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت شل ورځنی ځنډ د دواړو هېوادونو سوداګرو ته درانه زیانونه اړولي دي.

له پاکستان سره د سوداګرۍ شل ورځنی ځنډ؛ له ۵۰ ملیون ډالرو څخه زیات زیان او ۲۵۰۰۰ بې کاره
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر خان جان الکوزي وویل چې په دې لارو کې د سوداګرۍ درېدو سوداګرو، موټر چلوونکو، باغ لرونکو او دوکاندارانو ته سخت زیان رسولی دی.
د الکوزي په وینا، “د پولې دواړو غاړو ته، زرګونه موټرونه چې توکي لیږدوي ودرول شوي او موټر چلوونکي هره ورځ تر ۲۰۰ ډالرو پورې د ډیمرج جریمې په توګه ورکوي.”
هغه زیاته کړه چې تر اوسه پورې د لارو د بیا پرانیستلو هیڅ نښه نه لیدل کیږي، پداسې حال کې چې له افغانستان څخه هر کال شاوخوا ۱.۵ ملیارد ډالر واردات او ۸۰۰ ملیون ډالر صادرات د پاکستان له لارې ترسره کیږي.
د دې لارو تړلو نه یوازې بهرنۍ سوداګرۍ ته زیان رسولی، بلکې د مصرفي توکو د بیو د لوړوالي او په سرحدي ولایتونو کې د سیمه ییزو بازارونو د رکود لامل هم شوی دی.