د دید خبري اژانس: د ازبکستان د انرژۍ وزیر اعلان وکړ چې هیواد یې اراده لري چې افغانستان ته د برېښنا صادرات زیات کړي. د هغه په وینا، افغانستان له ازبکستان څخه د برېښنا وارداتو لپاره خپل ټول مالي مکلفیتونه په بشپړه توګه پوره کوي او د انرژۍ په برخه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري مخ په پراخېدو ده.

افغانستان ته د ازبکستان د برېښنا صادرات به زیات شي
د ازبکستان د انرژۍ وزیر، جوره بیک میرزا محمودوف، د سیمه ییزو ازبک رسنیو سره په مرکه کې وویل: “له افغانستان سره همکاري ډیره ښه روانه ده. ما په تیرو دوو میاشتو کې درې ځله کابل ته سفر کړی او د افغان چارواکو د اقتصاد د پراختیا او پیاوړتیا هیله مې لیدلې ده؛ هغه څه چې د انرژۍ سرچینو پرته امکان نلري.”
هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو د اوسني حکومت له واک ته رسیدو وروسته، د پخواني حکومت ټول پاتې پورونه حل شوي او د برېښنا په تادیه کې هیڅ ځنډ یا ستونزه نشته.
میرزا محمودوف د پلخمري د بریښنا د لیږد د لاین د پروژې د جوړولو د پیل اعلان هم وکړ او ویې ویل: “تر اوسه پورې، د بریښنا لینونه او سب سټیشنونه د سرخان دریا سیمې ته غځول شوي دي. اوس د ۵۰۰ کیلو ولټه پلخمري لاین باندې کار پیل شوی دی. د دې پروژې قرارداد په سپتمبر کې لاسلیک شو، او د تړون له مخې، د هغې ټول پړاوونه باید په راتلونکو ۱۸ میاشتو کې بشپړ شي. د دې پروژې په پلي کیدو سره به افغانستان ته د ازبکستان د بریښنا صادرات څو چنده زیات شي.