د دید خبري اژانس: د عامې روغتیا وزارت د ابن سینا بیړني روغتون کې د نوي آنلاین ډیټابیس سیسټم د پیل اعلان وکړ.

د عامې روغتیا وزارت د ابن سینا بیړنی روغتون کې نوی آنلاین ډیټابیس سیسټم په کار واچاوه. دا سیسټم د ناروغانو د روغتیا معلوماتو په سمه توګه ثبتولو، د تعلیمي پروسې ښه کولو او د طبي خدماتو کیفیت لوړولو په هدف رامینځته شوی.
د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، د دې سیسټم پیل د هیواد د روغتیا خدماتو ډیجیټل کولو په لور یو ګام دی او د روغتیا کارمندانو سره به د ناروغانو د ریکارډونو په سمه او چټکه توګه ثبت او تعقیب کې مرسته وکړي.
د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په نږدې راتلونکي کې به د دې سیسټم کارول نورو دولتي روغتونونو ته هم وغځول شي.