اسلایدشوافغانستانامنیت او حوادثحکومتخبرسیمه

پاکستان ته د حقاني سخت خبرداری: د افغانستان تاریخ یرغلګر په ګونډو کړي دي

د دید خبري اژانس: د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په یوه خبرداری ورکوونکي غږ کې وویل چې افغانان هیڅ امپراتورۍ ته نه دي ټیټ شوي او که څوک په افغانستان برید وکړي، دا د دوی تېروتنه ده. په ورته وخت کې، هغه د نړۍ سره د “مثبت تعامل” د پالیسۍ پر دوام ټینګار وکړ.

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د اور وژونکو او ناورینونو د مخنیوي پرسونل لپاره د روزنیز سیمینار د پای مراسمو کې وویل چې افغانان د جګړې په ډګر کې ازمول شوي او هیڅکله یې د نړۍ قدرتونو ته تسلیم شوي نه دي.

حقاني ټینګار وکړ: “موږ نړۍ ته د مثبت تعامل پیغام لیږو او هیڅ هیواد به د افغانستان له خاورې څخه زیانمن نشي، مګر که پر موږ برید وشي، دا به د دوی تېروتنه وي.”

هغه د اور وژنې ځواکونو سختیو ته په اشارې سره وویل: “ستاسو دنده د اور سره مبارزه ده؛ دا یو ستونزمن او خطرناک کار دی. موږ هم د شل کلنې جګړې په اور کې سوځیدلي یو او موږ د اور او ایرو معنی پوهیږو. موږ باید هیچا ته اجازه ورنکړو چې بیا د جګړې اور بل کړي.”

د خپلې وینا په یوه بله برخه کې، حقاني د ځینو پاکستاني چارواکو پاروونکو څرګندونو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: “افغان ملت مسلمان او د پاکستان د خلکو ورور دی، مګر په هغه هیواد کې ځینې خلک د خپل ملت د ګټو پر ضد عمل کوي او غواړي د جګړې اور بل کړي. د کلونو جګړې وروسته، افغانانو امنیت ترلاسه کړی او سوله غواړي، مګر که څوک سرغړونه وکړي، دوی به خپل ځواب ترلاسه کړي. زموږ تاریخ د یرغلګرو لپاره کافي دی.”

دا څرګندونې په داسې حال کې وشوې چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت ته په مستقیم ډول د پوځي اقدام ګواښ وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button