خبرنړۍ

په کینیا کې یوه خونړۍ پېښه؛ د الوتکې د لوېدو له امله ۱۱ بهرني سیلانیان ووژل شول

د دید خبري اژانس: په کینیا کې په یوه خونړۍ پېښه کې، د ممباسا ایر سفاري اړوند یوه کوچنۍ الوتکه د سې شنبې په سهار (د عقرب ۶) د هند سمندر ساحل ته نږدې د کوال په سیمه کې وغورځېده، چې له امله یې ټول ۱۱ کسان ووژل شول.

په کینیا کې یوه خونړۍ پېښه؛ د الوتکې لوېدو ۱۱ بهرني سیلانیان ووژل شول
د کینیا د هوايي چلند چارواکو په وینا، پېښه د ځايي وخت شاوخوا ۸:۳۰ بجې (۰۵:۳۰ GMT) رامنځته شوه. هوايي شرکت ویلي چې الوتکه کې ۱۰ بهرني سیلانیان سپاره وو – چې اته هنګري او دوه جرمنيان پکې شامل وو – او یو کینیايي پیلوټ هم پکې و.

د پولیسو یوه ځايي چارواکي KBS ته ویلي چې ټول قربانیان بهرني سیلانیان وو. د اور لګېدو له امله د مسافرو جسدونه د پېژندلو وړ نه وو.

الوتکه د کینیا په ساحل کې له ډانی څخه د ماسای مارا د ساتنې په سیمه کې د کیشوا تمبو ته روانه وه. د پېښې لامل تر څېړنې لاندې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button