افغانستانخبرخبرې اترېسیمه

ملا برادر د خلیلزاد په حضور کې د سعودي ډیلټا انټرنیشنل له مشر سره وکتل

د دید خبري اژانس: د طالبانو د سرپرست حکومت د اقتصادي چارو مرستیال لومړي وزیر ملا عبدالغني برادر د سعودي عربستان د ډیلټا انټرنیشنل له اجرایوي رییس شاهر التقي سره ولیدل او د ګازو د اکتشاف او استخراج او همدارنګه د ګازو د پایپ لاین د نښلولو په اړه یې خبرې وکړې.

د طالبانو د حکومت د اقتصادي چارو مرستیال لومړي وزیر د اعلان له مخې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په دې غونډه کې موجود و.

په دې غونډه کې، د سعودي ډیلټا انټرنیشنل اجرایوي رییس د افغانستان د تیلو او ګازو په سکتور کې د پانګونې لیوالتیا ښودلو سره ژمنه وکړه چې د خپل شرکت تخنیکي تجربې به له افغان انجینرانو سره شریکې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button