د غزې د مړو شمېر له ۶۸۰۰۰ څخه زیات شو
د دید خبری اژانس: د غزې په تړانګه کې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه نیټه په غزه باندې د اسراییلي پوځ د بریدونو له پیل راهیسې لږ تر لږه ۶۸۲۳۴ فلسطینیان شهیدان شوي او له ۱۷۰۰۰۰ څخه ډیر نور ټپیان شوي دي.

د غزې په تړانګه کې د فلسطین د روغتیا وزارت یوه نوې اعلامیه خپره کړه چې په کې د اسراییلي پوځ د بریدونو له امله د وروستیو انساني تلفاتو اعلان وشو.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د تیر کال د اکتوبر په ۷مه نیټه د جګړې له پیل راهیسې تر نن ورځې پورې، د غزې ۶۸۲۳۴ اوسیدونکي شهیدان شوي او ۱۷۰۳۷۳ ټپیان شوي دي.
د وزارت په وینا، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د پنځو شهیدانو جسدونه د غزې روغتونونو ته لیږدول شوي دي، چې څلور یې له کنډوالو څخه ایستل شوي او یو یې په مستقیم ډول د اشغالګرو ځواکونو لخوا په نښه شوی و. په ورته موده کې څلور نور ټپیان شوي هم دي.
د فلسطین روغتیايي سرچینې وايي چې زرګونه کسان لا هم د کنډوالو لاندې ورک دي او احتمال لري چې د شهیدانو شمېر زیات شي.
د دې راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۱مه د اوربند له اعلان راهیسې، ۸۸ نور کسان شهیدان شوي او ۳۱۵ کسان ټپیان شوي دي. په دې موده کې د ۴۳۶ شهیدانو جسدونه هم د کنډوالو لاندې را ایستل شوي او ۳۰ ناپیژندل شوي جسدونه د اشغالګرو لخوا فلسطیني چارواکو ته سپارل شوي دي.
د وروستیو قضیو په شمول، د سپارل شویو جسدونو شمیر ۱۹۵ ته رسیدلی دی.