امنیت او حوادثبشري حقونهخبرسیمه
الجزیرې د اسراییلو د هوايي ځواک د ۳۰،۰۰۰ پیلوټانو او پرسونل لیست خپور کړ
د دید خبري اژانس: الجزیرې داسې اسناد خپاره کړي چې پکې د اسراییلو د هوايي ځواک د ۳۰،۰۰۰ څخه زیاتو پیلوټانو او پرسونل لیست شامل دی؛ هغه کسان چې د راپور له مخې، په غزه کې په “نسل وژنې” پوځي عملیاتو کې برخه اخیستې وه.

الجزیرې په یوه ځانګړي راپور کې اعلان وکړ چې دوی داسې اسناد ترلاسه کړي چې د اسراییلو د هوايي ځواک د ۳۰،۰۰۰ غړو هویت څرګندوي. د راپور له مخې، دغو کسانو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې د غزې په تړانګه کې په پراخو هوايي بریدونو کې رول لوبولی دی.
شبکې ویلي چې د دې اسنادو خپرولو موخه دا ده چې اسراییلي پوځي لوبغاړي او پریکړه کونکي په غزه کې د جنګي جرمونو او ملکي وګړو د وژلو لپاره نړیوالو ادارو ته مسؤل وګڼل شي.
اسراییلي چارواکو تر اوسه د راپور په اړه ځواب نه دی ویلی.