افغانستانحکومتخبر

د کابل والي د پلازمېنې د برېښنا بحران د حل لپاره د پانګونې په جذب ټینګار کوي

د دید خبري اژانس: لکه څنګه چې په کابل کې د برېښنا بحران شدت مومي، سیمه ییزه اداره هڅه کوي چې د نوي پلان جوړونې او پانګونې د جذب له لارې د انرژۍ رسولو لپاره دوامداره حل چمتو کړي.

د کابل والي د پلازمېنې د برېښنا بحران د حل لپاره د پانګونې په جذب ټینګار کوي
په داسې حال کې چې د هېواد پلازمېنه له دوامداره ننګونو او د برېښنا رسولو له بحران سره مخ ده، د کابل والي د ولایتي انرژۍ کمېټې په غونډه کې د برېښنا تولید او وېش پروژو کې د پانګونې پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه له اړوندو ادارو وغوښتل چې د کورنیو او بهرنیو پانګونې د جذبولو اسانتیاوې برابرې کړي او د انرژۍ په سکتور کې ژر تر ژره نا بشپړې پروژې بشپړې کړي.

د کابل والي په وینا، د انرژۍ کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د ښار د برېښنا اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو جامع پلان جوړ کړي او د پلي کولو لپاره یې سپارښتنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button