ملا برادر او د ترکمنستان د خلکو شورا رییس په افغانستان کې د ټاپي پروژې څخه لیدنه وکړه
د دید خبري اژانس: د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي چارو مرستیال عبدالغني برادر او د ترکمنستان د خلکو شورا رییس قربان قلي بردي محمدوف د ګډ سفر په ترڅ کې په افغانستان کې د ټاپي ګازو د پایپ لاین د پلي کولو پړاوونه وکتل. دواړو خواوو د اقتصادي همکارۍ د پراختیا او د سیمه ایز ثبات د ډاډمنولو لپاره د دې پروژې پر اهمیت ټینګار وکړ.

ملا برادر او د ترکمنستان د خلکو شورا رییس په افغانستان کې د ټاپي پروژې څخه لیدنه وکړه
د سیمه ایزو رسنیو د راپورونو له مخې، د طالبانو د حکومت د لومړی وزیر د اقتصادي چارو مرستیال عبدالغني برادر، د ترکمنستان د خلکو شورا رییس قربان قلي بردي محمدوف سره یوځای د هیواد په سویلي برخو کې د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند (ټاپي) ګازو د پایپ لاین د جوړولو له پروسې څخه لیدنه وکړه.
په دې سفر کې، ملا برادر د ټاپي پروژه د سیمه ییزې همکارۍ د پیاوړتیا او ګډې اقتصادي سوکالۍ د رامنځته کولو په لور یو مهم ګام وباله او ویې ویل: “په افغانستان کې د دې پروژې پلي کول تر اوسه پورې ۱۴ کیلومتره پرمختګ کړی دی.”
هغه زیاته کړه چې د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د کابل-عشق آباد اقتصادي دهلیز پراخ کړي، چې پکې به د ټاپي-۵۰۰ د بریښنا لیږد، د ریل پټلۍ جوړول، د سړک شبکې پراختیا، لوژستیکي مرکزونه او نورې ګډې زیربنايي پروژې شاملې وي.
قربان قلي بردي محمدوف د پروژې ستراتیژیک اهمیت باندې هم ټینګار وکړ او ویې ویل: “ټاپي د ترکمنستان حکومت یو له اصلي لومړیتوبونو څخه دی او د سیمې د اقتصادي ثبات په پیاوړتیا کې به کلیدي رول ولوبوي.” هغه زیاته کړه چې د پروژې د بشپړ پلي کولو لپاره اړین شرایط رامینځته شوي او ترکمنستان به یې په مهالویش سره بشپړ کړي.
د ترکمن چارواکو په وینا، افغانستان به د ټاپي پایپ لاین له لارې هر کال شاوخوا ۱ ملیارد ډالر عاید ترلاسه کړي.