په پنجشیر کې د مڼو باغونه د تیر کال په پرتله ډیر حاصل ورکوونکي دي
د دید خبري اژانس: د پنجشیر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د تیر کال په پرتله په دې ولایت کې د مڼو په تولید کې د ۱۵ سلنه زیاتوالي راپور ورکړی دی.

په پنجشیر کې د مڼو باغونه د تیر کال په پرتله ډیر حاصل ورکوونکي دي
د پنجشیر د کرنې رییس قاري فضل الله دیوبند له رسنیو سره په مرکه کې وویل چې سږ کال په دې ولایت کې ۱۹۶۲ میټریک ټنه مڼې تولید شوي، پداسې حال کې چې تیر کال دا شمیره ۱۷۰۶ میټریک ټنو ته رسیدلې وه.
د هغه په وینا، په پنجشیر کې اوس مهال ۵۳۰ هکتاره ځمکه د مڼو باغونو ته ځانګړې شوې ده او د دې سیمو د زیاتوالي لپاره هڅې روانې دي.
دیوبند وویل چې د مڼو د حاصلاتو د زیاتوالي اصلي عوامل د وخت سره سم د کرنیزو خدماتو چمتو کول، د کیمیاوي سرې ویش، د باغدارانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو پلي کول، د آفتونو او ناروغیو سره مبارزه، او د نویو باغونو پراخول دي.
هغه ټینګار وکړ چې د پنجشیر د کرنې ریاست به د کرنې د میکانیزم کولو، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د بزګرانو د ځان بسیاینې لپاره هیڅ هڅه ونه سپموي.
په ورته وخت کې، د پنجشیر یو شمیر باغوانانو، د سږ کال د حاصلاتو څخه د رضایت په څرګندولو سره، د دې ولایت د باغدارۍ سکتور لپاره د حکومت او مسؤلو ادارو د دوامداره ملاتړ غوښتنه وکړه.