طالبان: پاکستان ژمنه کړې چې پر افغانستان به خپل سري بریدونه ودروي
د ديد خبري اژانس: د وروستیو سرحدي شخړو وروسته، د سرپرست حکومت د بدني روزنې او ورزش څانګې مشر اعلان وکړ چې پاکستان تېره شپه په یوه هوکړه کې ژمنه کړې چې پر افغان خاوره به خپل سري بریدونه نه کوي.

طالبان: پاکستان ژمنه کړې چې پر افغانستان به خپل سري بریدونه ودروي
د سرپرست حکومت د بدني روزنې او ورزش څانګې مشر احمدالله وثیق نن اعلان وکړ چې د کابل او اسلام آباد د استازو ترمنځ د تېرې شپې د خبرو اترو په پایله کې، پاکستان ژمنه کړې چې پر افغان خاوره به د هر ډول خپل سري برید مخه ونیسي.
وثیق دا هم خبرداری ورکړ چې که پاکستان له دې هوکړې سرغړونه وکړي، نو د افغانستان سرپرست حکومت به “پریکنده او غاښ ماتوونکی” ځواب ورکړي.
هغه ټینګار وکړ چې افغانستان حق لري چې په مشروع ډول له خپلې خاورې دفاع وکړي او د ګاونډیانو له خوا پاروونکي اقدامات به بې ځوابه پاتې نشي.
د چارواکي په وینا، د اوربند د پلي کولو او د ژمنو د دوام ډاډ ترلاسه کولو لپاره، تعقیبي غونډې او دوه اړخیزې خبرې اترې به د ترکیې په خاوره کې ترسره شي.
هغه هیله څرګنده کړه چې دا پروسه به د دواړو هیوادونو په ګډو پولو کې د تاوتریخوالي کمولو او د ثبات د رامینځته کیدو لامل شي.