د ديد خبري اژانس: په دوحه کې د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د څو پړاونو خبرو اترو وروسته، د قطر حکومت نن سهار، د یکشنبې په ورځ، د میزان په ٢۷مه اعلان وکړ چې دواړه هیوادونه د سمدستي اوربند د ټینګولو لپاره موافقې ته رسیدلي دي؛ یوه موافقه چې موخه یې د سرحدي تاوتریخوالي کمول او په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره لاره هوارول دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت نن سهار (یکشنبه) اعلان وکړ چې په دوحه کې د افغان او پاکستاني پلاوي ترمنځ د څو پړاونو خبرو اترو وروسته، دواړه خواوې د سمدستي اوربند د ټینګولو لپاره موافقې ته رسیدلي دي.
د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو هیوادونو موافقه کړې چې په راتلونکو اونیو کې د اوربند د دوام او تعقیب لپاره غونډې وکړي. دوحه دا هیله هم څرګنده کړه چې دا موافقه به د سرحدي تاوتریخوالي کمولو او په سویلي آسیا کې د تلپاتې سولې لپاره د قوي بنسټ د جوړولو لپاره یو اغیزمن ګام وي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د دې هوکړې د تایید په ترڅ کې وویل چې د اوربند د پلي کولو د بیاکتنې لپاره راتلونکې غونډه به د اکتوبر په ۲۵مه په استانبول کې ترسره شي. هغه زیاته کړه: “د دې هوکړې په پلي کیدو سره، تمه کیږي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان خاورې ته ترهګریز بریدونه سمدلاسه ودریږي.”
دا هوکړې په داسې وخت کې اعلان شوې چې د کندهار او پکتیکا په ګډون د هیواد په سویلي ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ وروستیو سرحدي نښتو د دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات کړی و.