اسلایدشوافغانستانخبرسیمه

د پاکستان له لارې د افغان توکو د لیږد بشپړ ځنډول تر بلې خبرتیا پورې

د دید خبري اژانس: پاکستان په ګمرکونو کې د ذخیره کولو ځای د نشتوالي له امله د خپلې خاورې له لارې د افغان توکو د ټولو ټرانزیټي فعالیتونو د ځنډولو رسمي امر صادر کړی دی.

په یوه ناڅاپي اقدام کې، د پاکستان د سوداګرۍ د لیږد عمومي ریاست د موجوده تړونونو له مخې د افغان ټرانزیټي توکو لیږد بند کړی دی.

د صادر شوي حکم پر بنسټ، سرحدي او بندري ټرمینلونو ته لارښوونه شوې چې بار شوي کانټینرونه خالي کړي.

دا پریکړه د کویټې او پیښور په ګمرکونو کې د ذخیره کولو ځای نشتوالي وروسته شوې ده.

همدارنګه، د کراچۍ او قاسم په بندرونو کې د افغان بار وړونکو توکو د تصفیې فعالیت بند شوی دی.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر جنید مکده د پاکستان له لارې د افغانستان د ورځني ټرانزیټي سوداګرۍ حجم شاوخوا زر کانټینرونو ته اعلان کړ.

سربیره پردې، د تورخم په پوله کې د دواړو خواوو ټرافیک هم د چهارشنبې راهیسې وځنډول شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button