سرحدي شخړې؛ نږدې ۴۰۰ کسان وژل شوي او ټپیان شوي
د دید خبري اژانس: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما)، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د اعلان هرکلی کوي، په یوه راپور کې اعلان وکړ چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ سرحدي شخړې د اکتوبر له ۱۰مې (د میزان ۱۸مې) راهیسې لږ تر لږه ۱۷ کسان ټپیان او ۳۴۶ کسان وژلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د افغان امنیتي ځواکونو او پاکستاني سرتیرو ترمنځ د اوربند د اعلان هرکلی وکړ او د ملکي وګړو د سمدستي ساتنې غوښتنه یې وکړه.
یوناما نن، د پنجشنبې په ورځ (د میزان ۲۴مه) راپور ورکړ چې د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې، وسله والې سرحدي نښتې په چټکۍ سره زیاتې شوې دي، چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۳۶۰ څخه زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې راپور پر بنسټ، تر اوسه پورې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې تر ټولو لوړ ملکي تلفات ثبت شوي دي؛ چیرې چې د چهارشنبې په ورځ د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ درنه جګړه وشوه. لومړني راپورونه ښيي چې لږ تر لږه ۱۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۶ نور ټپیان شوي دي.
د سپین بولدک سربیره، یوناما په پکتیکا، پکتیا، کونړ او هلمند ولایتونو کې د لومړنیو سرحدي نښتو په پایله کې لږ تر لږه ۱۶ نور ملکي وګړي (یو مړ او ۱۵ ټپیان) ثبت کړي دي.
یوناما په ټولو خواوو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي او ملکي وګړي خوندي کړي.
د طالبانو حکومت مخکې ویلي وو چې په نښتو کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان حکومت ادعا کړې چې په نښتو کې ۲۰۰ طالبان او د هغوی ملګري وژل شوي یا ټپیان شوي دي.