افغانستانامنیت او حوادثخبرسیمه

چین: موږ چمتو یو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو کې رغنده رول ولوبوو

د دید خبري اژانس: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو سرحدي نښتو وروسته چې په پایله کې یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول، چین د اندیښنې په څرګندولو سره له دواړو هیوادونو څخه وغوښتل چې له زغم څخه کار واخلي او د تاوتریخوالي د زیاتوالي مخه ونیسي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل: “په دې وروستیو ورځو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې نښتې شوي چې له امله یې یو شمیر خلک مړه او ټپیان شوي دي. موږ دا پرمختګونه په اندیښنه سره تعقیبوو.”

هغه ټینګار وکړ چې چین د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اړیکو په ښه کولو کې رغنده رول لوبولو ته دوام ورکولو ته لیواله دی او له دواړو هیوادونو یې وغوښتل چې له پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي او د خبرو اترو له لارې اختلافات حل کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل: “موږ له خواوو څخه غوښتنه کوو چې په سرحدي سیمو کې د چینایي پرسونل، پروژو او ادارو د خوندیتوب ډاډمن کولو لپاره ځانګړي او اغیزمن اقدامات وکړي.”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button