اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګخبرټولنه

د افغانستان اقتصادي وده د بې وزلۍ او بې ځایه کېدو تر سیوري لاندې

د دید خبري اژانس: نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې د محدود اقتصادي ودې سره سره، په افغانستان کې بې وزلۍ او بې ځایه کېدل مخ په زیاتېدو دي.

نړیوال بانک په خپل راپور “د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان لپاره اقتصادي تازه معلومات” کې خبرداری ورکړی چې که څه هم د افغانستان اقتصاد د نسبي بیا رغونې په لور روان دی او اټکل کیږي چې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې به یې د ناخالص کورني تولید وده شاوخوا ۴.۳ سلنه وي، خو د نفوس د ۸.۶ سلنې ودې له امله به د خلکو سر عاید کم شي.

د ادارې په وینا، جوړښتي بې وزلۍ، پراخه بې ځایه کېدل، او د بشري مرستو لپاره مخ په زیاتیدونکې غوښتنه په افغانستان کې د مهمو اقتصادي او ټولنیزو ننګونو څخه پاتې دي. راپور د کاري ځواک، په ځانګړې توګه د ښځو د ظرفیتونو د ښه کارولو اړتیا باندې هم ټینګار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button