افغانستانخبرخبرې اترېسیمه

کرملین: افغانستان د روسیې او مرکزي اسیا د سرمشریزې په اجنډا کې دی

د دید خبري اژانس: د اکتوبر په ۹مه د روسیې او مرکزي اسیا د هیوادونو د مشرانو د دوهمې غونډې په درشل کې، کرملین اعلان وکړ چې د افغانستان امنیتي وضعیت به د ولادیمیر پوتین او د سیمې د پنځو هیوادونو د مشرانو ترمنځ د بحث یو له اصلي موضوعاتو څخه وي.

کرملین: افغانستان د روسیې او مرکزي اسیا د سرمشریزې په اجنډا کې
ولادیمیر پوتین به ډیر ژر د روسیې او مرکزي اسیا په دوهمه سرمشریزه کې د ګډون لپاره تاجکستان ته لاړ شي.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین مرستیال یوري اوشاکوف پرون (د میزان ١٥مه) وویل: “د افغانستان او منځني ختیځ د وضعیت په رڼا کې به د سیمه ییزو امنیتي مسلو ته ځانګړې پاملرنه وشي.”

د هغه په ​​وینا، د روسیې، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، ترکمنستان او ازبکستان مشران ټاکل شوي چې د افغانستان د وروستیو پرمختګونو د پایلو په اړه د مرکزي اسیا د ثبات په اړه نظرونه تبادله کړي.

اوشاکوف زیاته کړه چې دا غونډه به د شپږو اړخیزو خبرو اترو په بڼه ترسره شي او موخه یې د روسیې او منځنۍ اسیا هیوادونو ترمنځ اقتصادي، امنیتي او سیاسي همکاري پیاوړې کول دي.

هغه ټینګار وکړ چې د غونډې په پای کې به د ۲۰۲۵-۲۰۲۷ لپاره وروستۍ اعلامیه او د ګډ عمل پلان تصویب شي، چې په کې به د سیاست، امنیت، انرژۍ، مهاجرت او چاپیریال په برخو کې ځانګړي ګامونه شامل وي.

د کرملین چارواکي په وینا، د پولې هاخوا ګواښونو، د مخدره توکو قاچاق او د افغانستان په پولو کې د افراطي ډلو حرکتونو پورې اړوند مسلې به د غونډې د امنیت برخه کې د بحث وړ اصلي موضوعات وي.

د درې کلنې همکارۍ پلان د پلي کولو پایلې به په ۲۰۲۷ کې د روسیې-منځنۍ اسیا په دریمه سرمشریزه کې بحث شي، که څه هم ځای لا نه دی ټاکل شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button