اسراییل: د صمود د کاروان ۷۰ مسافر به خوشې شي
د دید خبري اژانس: د اسراییل رژیم اعلان کړی چې د غزې د مرستې کاروان (صمود) څخه ۷۰ څخه ډیر مسافر چې د رژیم په توقیف کې دي نن (دوشنبه، د میزان ١۴) به له اسراییل څخه یونان ته وځي ترڅو خپلو هیوادونو ته ستانه شي.

اسراییل: د صمود د کاروان ۷۰ مسافر به خوشې شي
د فرانس پرس په وینا؛ ګرټا ټنبرګ، د سویډن د چاپیریال فعاله، یو له دغو کسانو څخه ده.
د صمود کاروان د غزې خلکو ته بشري مرستې لیږدولې، چې په دې وروستیو ورځو کې غزې ته د تګ په لاره کې د اسراییل رژیم لخوا ودرول شو او توقیف شو.
د صمود د کاروان د مسافرو نیول د نړیوالو سازمانونو او د نړۍ په کچه د بشري حقونو سازمانونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شول.
دا په داسې وخت کې راځي چې د غزې خلک د اسراییلي پوځ له پرله پسې بریدونو سره مخ دي. د روانو بریدونو سربیره، د طبي اسانتیاوو او خوړو نشتوالي په غزه کې یو جدي بشري بحران رامینځته کړی دی.
د اکتوبر په دریمه نیټه، اسراییل څلور ایټالویان د بشردوستانه “مقاومت بیړۍ” له ګډونوالو څخه وشړل.