اسلایدشوافغانستانخبرسیمه

متقي او لاوروف به په مسکو کې سره وګوري

د دید خبري اژانس: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر سرګیي لاوروف به د اکتوبر په ۷مه د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره وګوري. دا غونډه به د “افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورو” د اوومې غونډې په څنډه کې ترسره شي.

متقي او لاوروف به په مسکو کې سره وګوري
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا نن، د پنجشنبې په ورځ (د میزان په ۱۰مه) په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې خبرې اترې به د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا باندې متمرکزې وي او د ترهګرۍ او مخدره توکو سره په مبارزه کې به د سیمې له هیوادونو سره د افغانستان د همکارۍ پراخولو ته ځانګړی لومړیتوب ورکړل شي.

زاخاروا زیاته کړه: “دا غونډه به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ پرانیستل شي او د تړلو دروازو تر شا به ترسره شي. اصلي تمرکز به د افغانستان د ملي پخلاینې پروسې اسانه کول او د سیاسي، اقتصادي، ترهګرۍ سره د مبارزې او مخدره توکو سره د مبارزې په برخو کې د سیمې د هیوادونو او کابل ترمنځ د عملي تعامل پراخول وي. تمه کیږي چې د غونډې وروسته به یوه ګډه اعلامیه خپره شي.”

د مسکو فارمټ مشورتي غونډه به د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او د افغانستان د سرپرست حکومت ځانګړي استازي او لوړ پوړي چارواکي پکې ګډون وکړي.

سربیره پردې، د بیلاروس څخه یو پلاوی هم د میلمه په توګه بلل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button