د دید خبري اژانس: په افغانستان کې د انټرنېټ او مخابراتي خدماتو د بشپړ بندېدو وروسته، ځايي پاکستاني چارواکو د تورخم پوله وتړله. د خیبر پښتونخوا ولایتي چارواکو د دې پریکړې دلیل د افغانستان په لوري په اداري چارو کې ګډوډي بللې ده.

پاکستاني رسنیو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د تورخم پوله د پاکستاني چارواکو لخوا د فایبر آپټیک انټرنیټ بشپړ بندېدو او د افغانستان د مخابراتي شبکو کې د ګډوډۍ وروسته وتړل شوه.
د خیبر پښتونخوا ایالت د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د انټرنېټ نشتوالي په افغانستان کې اداري چارې ګډوډې کړې دي. یوه سیمه ییز چارواکي څرګنده کړه: “افغان چارواکي د عادي اداري کارونو ترسره کولو توان نه درلود، چې له امله یې پوله وتړل شوه.”
ځايي پاکستاني رسنیو دا هم راپور ورکړی چې د کنټرول او سرحدي سیسټمونو د ګډوډۍ له امله ګڼ شمېر مسافر د افغانستان خاورې ته له ننوتلو وروسته د طالبانو لخوا د پاکستان خاورې ته راستانه شوي دي.
په افغانستان کې د فایبر آپټیک انټرنیټ بندیدل، چې پرون د طالبانو د حکومت د مشر هیبت الله آخندزاده په مستقیم امر پیل شو، نه یوازې د مخابراتي شرکتونو، رسنیو او بانکونو فعالیتونه ګډوډ کړي، بلکې د خلکو ورځني ژوند یې هم سخت اغیزمن کړی دی.
کارپوهانو خبرداری ورکړی چې دا اقدام به ډیجیټل سوداګرۍ، رسنیو، آنلاین زده کړې او د خلکو اړیکو ته لوی ګوزار ورکړي. د بشري حقونو فعالین دا هم وايي چې هغه ښځې او نجونې چې د دوی د زده کړې یوازینۍ لاره آنلاین زده کړه وه اوس به د نور انزوا او محرومیت سره مخ شي.
پداسې حال کې چې د طالبانو حکومت ویلي چې د دې اقدام هدف “د غیر اخلاقي موادو د خپریدو مخنیوی” دی، ډیری اتباع دا د “نړۍ سره د ټولنې د اړیکو اصلي رګ قطع کول” او د انفرادي آزادیو محدودولو لپاره د اقدام په توګه ګوري. داسې اندیښنې شتون لري چې د طالبانو حکومت هڅه کوي چې “ملي انټرنیټ” رامینځته کړي او افغانستان په بشپړ ډول له نړیوال انټرنیټ څخه جلا کړي.