اسلایدشوافغانستانخبرسیمه

د هرات-تورغندي ریل پټلۍ جوړولو لپاره د قزاقستان چمتووالی

د دید خبري اژانس: په کابل کې د قزاقستان سفارت شارژدافیر د هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د هرات له والي اسلام جار سره ولیدل او نظرونه یې تبادله کړل.

د هرات-تورغندي ریل پټلۍ جوړولو لپاره د قزاقستان چمتووالی
په هرات کې د سرپرست حکومت د والي مطبوعاتي دفتر نن، د پنجشنبې په ورځ (د میزان ۳مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې په دې غونډه کې، د قزاقستان شارژدافیر د هرات ولایت سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د قزاقستان ډیپلومات د هرات-تورغندي ریل پټلۍ د جوړولو د پیل لپاره د خپل هیواد چمتووالی اعلان کړ.

د هرات والي مولانا اسلام جار د بشري مرستو په برخه کې د قزاقستان د حکومت او خلکو د همکارۍ ستاینه وکړه او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره یې د تورغندي بندر پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

هغه په ​​هرات کې د پانګونې فرصتونو ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې دا ولایت د پانګونې لپاره ستراتیژیک موقعیت لري او د کورنیو او بهرنیو پانګونو لپاره زمینه برابره شوې ده.

د یادونې وړ ده چې نن ورځ قزاقستان د هرات چارواکو ته د ۸۲۳ ټنو اوړو او بورې، ۵۰۰ خیمو او ۲۰۰۰ کمپلو په ګډون بشري مرستې وسپارلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button