د دید خبري اژانس: د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا له الجزیرې سره په یوه رسنیزه مرکه کې ټینګار وکړ چې بګرام د افغانستان دی، نه امریکا یا چین.

ذبیح الله مجاهد: بګرام د افغانستان دی، نه د امریکا یا چین
د بګرام د بیرته نیولو په اړه د ډونالډ ټرمپ او ځینو امریکایی چارواکو د وروستیو څرګندونو په ځواب کې، مجاهد وویل
دا غوره ده چې امریکایان له افغانانو سره ډیپلوماتیک او منطقي چلند وکړي.
د بګرام اډې مسلې ته په اشارې سره، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له “العربیه” سره په یوه مرکه کې د بګرام اډې مسلې ته په اشارې سره وویل چې امریکایان باید له افغانانو سره په ډیپلوماتیک او منطقي ډول چلند وکړي.
مجاهد په دې ټینګار سره چې “د بګرام اډه، د افغانستان د خاورې یوه برخه ده، د افغانستان پورې اړه لري، زیاته کړه: د هیواد په هر ځای کې د بهرنیو ځواکونو شتون د افغانانو لپاره د منلو وړ نه دی.”