اسلایدشوافغانستانخبرسیمهنړۍ

د بهرنیو میشتو اتباعو لپاره د تذکرو د ورکولو لګښت کم شوی

د دید خبري اژانس: د طالبانو د سرپرست حکومت د ملي احصایې او معلوماتو دفتر د یوې نوې اعلامیې له مخې، په بهر کې د میشتو افغانانو لپاره د تابعیت د تذکرو د ورکولو لګښت د پام وړ کم شوی، او دا تخفیف به یوازې هغه غوښتونکو ته تطبیق شي چې په شخصي توګه د استوګنې د اعتبار وړ اسنادو سره خپل غوښتنلیک ثبت کړي.

په بهر کې د میشتو اتباعو لپاره د تذکرو د ورکولو لګښت کم شوی
د ملي احصایې او معلوماتو دفتر اعلان وکړ چې په بهر کې د میشتو افغانانو لپاره د تابعیت د تذکرو د ورکولو لګښت کم شوی دی.

د نویو نرخونو له مخې، د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو، مرکزي آسیا، هند او ترکیه کې میشت افغانان: $50 (د $200 پرځای)

هغه افغانان چې په عربي، افریقایي او روسي هیوادونو کې میشت دي: $70 (د $200 پرځای)

هغه افغانان چې په اروپا، امریکا، کاناډا او آسټرالیا کې میشت دي: $150 (د $200 پرځای).

دې ادارې ټینګار کړی چې نوي نرخونه به یوازې هغه وخت پلي شي کله چې غوښتونکي د خپل تذکرې ترلاسه کولو لپاره د استوګنې د اعتبار وړ اسنادو سره په شخصي توګه غوښتنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button