اسلایدشوخبرنړۍ

انګلستان نن فلسطین په رسمیت پیژني

د دید خبري اژانس: د انګلستان لومړی وزیر به نن اعلان وکړي چې هغه به د فلسطین دولت په رسمیت پیژني.

د بي بي سي او سکای نیوز د راپورونو له مخې، انګلستان به نن یکشنبه (د سنبلې ۳۰) د فلسطین دولت په رسمي توګه په رسمیت پیژني.

د جولای په ۲۹مه، د انګلستان د لومړي وزیر کی یر سټارمر دفتر خبرداری ورکړ چې که اسراییل غزې ته د بشري مرستو بندولو ته دوام ورکړي او په سیمه کې خپل پوځي عملیات ونه دروي، نو انګلستان به د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په وړاندې فلسطین په رسمیت پیژني.

په غزه کې د جګړې د زیاتیدو وروسته، د انګلستان د بهرنیو چارو وزارت وروسته د سپتمبر په میاشت کې د فلسطین د پیژندلو لپاره خپله اراده بیا تکرار کړه.

سټارمر د دې پیژندنې رسمي اعلان د دې اونۍ تر پایه پورې وځنډاوه ترڅو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بریتانیا سفر تر سیوري لاندې نه راولي، ځکه چې متحده ایالات پدې مسله کې د لندن د دریځ ملاتړ نه کوي.

د انګلستان سربیره، څو نورو هیوادونو هم اعلان کړی چې دوی به فلسطین په رسمیت پیژني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button