په افغانستان د امریکا د دوهم برید امکان؛ د ټرمپ د بګرام اډې د بیرته نیولو پلان
د دید خبري اژانس په وینا، د رویټرز په حواله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د بګرام هوايي اډې د بیرته نیولو پلان لري؛ یو اقدام چې شنونکي یې په وینا کولی شي په افغانستان د امریکا د دوهم برید لپاره لاره هواره کړي.

بګرام، چې په افغانستان کې د امریکا ترټولو لویه پوځي اډه ده، په ۲۰۲۱ کال کې د امریکایي ځواکونو د وتلو پرمهال د طالبانو تر کنټرول لاندې راغله. د ټرمپ ټیم ته نږدې سرچینې وايي چې دا اډه د آسیا په زړه کې د ستراتیژیک موقعیت له امله د چین، روسیې او ایران د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره ځانګړې اهمیت لري.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت دریم سیاسي رییس ذاکر جلالي اعلان وکړ چې امریکا کولی شي په افغانستان کې له نظامي شتون پرته له دوی سره اړیکه ونیسي.
کارپوهان په دې باور دي چې افغانستان ته د امریکا احتمالي راستنیدل د پوځي اقدام څخه هاخوا دي او د سیمې لپاره به پراخې جیوپولیتیک پایلې ولري.