افغانستانحکومتخبر

په هیواد کې د سړو خونو جوړونکو لپاره د ۵ کلونو لپاره د مالیې معافیت

د دید خبري اژانس: هغه پانګه اچوونکي چې په هیواد کې د سړو خونو جوړولو په سکتور کې کار کوي د پنځو کلونو لپاره به د مالیې له ورکړې څخه معاف وي.

په هیواد کې د سړو خونو جوړونکو لپاره د ۵ کلونو لپاره د مالیې معافیت
د حکومت د اقتصادي کمیسیون په وروستۍ غونډه کې، چې د اقتصادي چارو مرستیال وزیر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ جوړه شوه، د کرنې سکتور او پانګوالو د ملاتړ لپاره یوه مهمه پریکړه وشوه.

د دې پریکړه لیک له مخې، هغه پانګه اچوونکي چې په افغانستان کې د معیاري سړو خونو په جوړولو کې کار کوي د پنځو کلونو لپاره د مالیې له ورکړې څخه معاف دي.

اقتصادي کمیسیون په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د مناسبو سړو خونو نشتوالی او د صادراتو لارو محدودیتونو بزګرانو ته جدي مالي زیانونه اړولي او د کرنیزو محصولاتو پلورل یې په مناسب قیمت کې ستونزمن کړي دي.

دا پریکړه د پانګوالو لپاره د هڅونې رامینځته کولو او د حاصلاتو وروسته د کرنیزو موادو ذخیره کولو لپاره د زیربنا پراختیا په هدف شوې.

حکومت هیله لري چې د معیاري سړو خونو اسانتیاوو په برابرولو سره به د محصولاتو ضایع کیدو مخه ونیسي او بزګرانو ته به په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې د پلور غوره فرصتونه چمتو کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button