د دید خبري اژانس: د ایران د اسلامي جمهوریت د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک نن دوشنبه (د سنبلې ٢٤مه) د لوړ پوړي اقتصادي او سوداګریز پلاوي په مشرۍ کابل ته راورسېد.

د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر کابل ته راورسېد
د دې سفر په جریان کې، د ایران د اسلامي جمهوریت پلاوی به د طالبانو د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټرولیم وزیرانو او همدارنګه د خصوصي سکتور استازو سره وګوري او نظرونه به تبادله کړي.
دا سفر د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پراختیا لپاره د دوه اړخیزو مشورو په دوام کې ترسره کیږي، او تمه کیږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې اړیکو د پیاوړتیا لپاره نوي زمینې برابرې کړي.