افغانستانامنیت او حوادثبشري حقونهخبرنړۍ

د جنګي جرمونو قضیه؛ برتانوي سرتیرو د قاضي په وړاندې دعوی وکړه

د دید خبري اژانس: په افغانستان کې د برتانوي ځانګړو ځواکونو د جنګي جرمونو د قضیې په اړه د تحقیقاتو له پیل څخه له دوو کلونو څخه ډیر وروسته، سرتیرو اوس د لندن د عالي محکمې د قاضي لرډ هاډون کیو په وړاندې د تحقیقاتو او د افشا کونکو د شهادتونو په برخه کې د دوی د ګډون محدودولو لپاره دعوی کړې، او د قضایي بیاکتنې غوښتنه یې کړې ده.

لرډ هاډون د “افغانستان په اړه خپلواکه څیړنه” مشري کوي؛ یوه څیړنه چې د هغو تورونو په اړه څیړنه کوي چې لږترلږه ۸۰ افغان ملکي وګړي د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د SAS ځواکونو لخوا اعدام شوي دي.

د برتانیا د دفاع وزارت حقوقي ټیم د سرتیرو په استازیتوب د قضایي بیاکتنې غوښتنه کړې، او د تورنو او د قربانیانو د کورنیو لپاره یې د “عدالت سخت معیارونه” غوښتنه کړې.

د SAS ځواکونو په اړه تحقیقات د لندن په عالي محکمه کې له دوو کلونو راهیسې روان دي او د دې غوښتنلیک سپارل ممکن په لنډمهاله توګه تحقیقات ودروي.

د برتانیا د دفاع وزارت په نړیوالو ماموریتونو کې د خپلو سرتیرو زړورتیا ټینګار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button