خبرسیمه

سعودي عربستان سوریې ته ۱.۶۵ میلیونه بېرله تېل ورکوي؛ د اقتصاد پیاوړتیا او د نفوذ پراخول

د دید خبري اژانس: سعودي عربستان د پاچا سلمان او ولیعهد محمد بن سلمان په امر، سوریې ته د ۱.۶۵ میلیونه بېرله په ارزښت د خامو تېلو یوه کښتۍ ورکړه. دا اقدام، چې د سعودي د پراختیا صندوق او د سوریې د انرژۍ وزارت ترمنځ د رسمي تفاهم لیک لاسلیک سره مل و، د هیواد د تصفیه خانو ملاتړ او د خلکو د اقتصادي او ژوند شرایطو ښه کولو په هدف ترسره شو.

د رسمي سرچینو په وینا، سعودي عربستان سوریې ته د یو ملیون شپږ سوه پنځوس زره بېرله خامو تېلو یوه لویه کښتۍ رسولې ده. دا وړیا مرسته د سعودي پاچا او ولیعهد شهزاده په مستقیم امر او د سعودي د پراختیا صندوق له لارې ترسره شوه.

د دواړو خواوو ترمنځ د رسمي تفاهم لیک د لاسلیک مراسم د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې ترسره شول؛ په شمول د سعودي د پراختیا صندوق اجرایوي رییس او د سوریې د انرژۍ وزیر. په تړون کې د دې مرستې اصلي هدف ټینګار شوی: د سوریې د تصفیه خانو د ظرفیت پیاوړتیا، د هیواد د نازک اقتصاد ملاتړ او د خلکو د ژوند معیارونو ښه کول.

شنونکي په دې باور دي چې د ریاض دا اقدام یوازې اقتصادي مرسته نه ده، بلکې د دمشق سره د سعودي عربستان د اړیکو د بیا تعریف کولو د پروسې یوه برخه هم ده. د یوې لسیزې څخه ډیر وخت د سیاسي اړیکو پرې کولو او د عربي لیګ څخه د سوریې د تعلیق وروسته، سازمان ته د دمشق بیرته راستنیدل او وروستي ډیپلوماټیکې غونډې د دمشق په وړاندې د عربي هیوادونو په چلند کې بدلون په ګوته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button