جرمني د قطر پر خاوره د اسراییلو د یرغل په اړه؛ جګړه باید سیمې ته خپره نشي
د دید خبري اژانس: د جرمني صدراعظم فریدریش مرز او د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول د قطر پر وړاندې د اسراییلو د دولتي ترهګرۍ په ځواب کې وویل چې د اسراییلو برید “د منلو وړ نه دی.” “دا جګړه باید ټولې سیمې ته خپره نشي.”

جرمني د قطر پر خاوره د اسراییلو د یرغل په اړه؛ جګړه باید سیمې ته خپره نشي
د رویټرز په وینا، وادفول د قطر پر خاوره د اسراییلو د یرغل په ځواب کې وویل چې “په دوحه باندې د اسراییلو برید نه یوازې د قطر د ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه کوي، بلکې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره زموږ ټولې هڅې هم له خطر سره مخ کوي.”
هغه ټینګار وکړ چې قطر د اوربند د ترلاسه کولو او د بندیانو د خوشې کولو په هڅو کې مهم رول لوبوي.
د جرمني د حکومت د ویاند په وینا، د هیواد صدراعظم د قطر امیر تمیم بن حمد الثاني سره په ټیلیفوني اړیکه کې وویل: د اسراییلو د برید له امله د قطر د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه د منلو وړ نه ده.