اسلایدشوامنیت او حوادثبشري حقونهخبرسیمه

قطر د اسراییلو له برید وروسته د ګډ سیمه ییز غبرګون غوښتنه کوي

د دید خبري اژانس: د خلیج عربي سلطنتونه وروسته له هغه حیران شول چې متحده ایالات، د دوی د لسیزو اوږد متحد او امنیتي تضمین کوونکی، په قطر باندې د اسراییلو د بې ساري هوایي بریدونو د مخنیوي لپاره هیڅ ونه کړل، کوم چې په سیمه کې د امریکا ترټولو لوی پوځي اډه کوربه توب کوي.

د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني دا برید د خلیج لپاره “پریکنده شیبه” وبلله او د اسراییلو جنګي الوتکو په دوحه کې د حماس مذاکره کوونکي په نښه کولو وروسته یې د ګډ سیمه ییز غبرګون غوښتنه وکړه.

بریدونو د قطر او واشنګټن ترمنځ مخ په زیاتیدونکي درز په داسې وخت کې څرګند کړ چې سیمه له سختې ناکرارۍ سره مخ ده.

سپینې ماڼۍ وویل چې د امریکا مرکزي قومانده (CENTCOM)، چې د قطر لخوا تمویل شوي د العدید په هوايي اډه کې موقعیت لري، د پلازمینې په لور د اسراییلو د جنګي الوتکو د لیدلو وروسته قطري چارواکو ته خبر ورکړی و.

خو د قطر لومړي وزیر آل ثاني دا ادعا په کلکه رد کړه، او د سې شنبې په شپه یې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د بریدونو له پیل څخه تر لسو دقیقو پورې یې د امریکا د ځانګړي استازي سټیف ویټکوف څخه تلیفون نه دی ترلاسه کړی، کله چې په دوحه کې لا هم چاودنې اوریدل کېدې.

“موږ باور لرو چې نن موږ یوې پریکړې ته رسیدلي یو. د داسې وحشیانه کړنو په وړاندې باید د ټولې سیمې څخه غبرګون وي،” آل ثاني وویل.

د سید طاهر مجاب لخوا ژباړل شوی او لنډیز شوی – د دید خبري اژانس

ټام حسین – د سویلي چین مارنینګ پوسټ – SCMP

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button