افغانستانخبرنړۍ

اروپايي ټولنه افغانستان ته ۱۴ میلیونه یورو ځانګړې کوي

د دید خبري اژانس: اروپايي ټولنې افغانستان ته د بشري مرستو په برخه کې د ۱۴ میلیونه یورو ځانګړې کولو اعلان کړی دی.

اروپايي ټولنې افغانستان ته د ۱۴ میلیونه یورو نوې مرستې ځانګړې کولو اعلان وکړ. دا اندازه د ټولنیز انعطاف او د افغان ښځو او ماشومانو د ملاتړ د پیاوړتیا لپاره ځانګړې شوې ده او د ملګرو ملتونو ادارو لخوا به مصرف شي.

د ادارې په وینا، د دې مرستې ۶ میلیونه یورو به د “افغانستان ټولنیز انعطاف” پروګرام ته لاړ شي؛ یو پروګرام چې د ژوند شرایطو ښه کولو، بنسټیزو خدماتو او د ټولنیزو زیان منونکو کمولو باندې تمرکز کوي.

د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره نور ۸ میلیونه یورو هم ځانګړې شوي دي، چې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) له لارې به پلي شي.

اروپايي ټولنې په دې اعلان کې ټینګار وکړ چې د دې مرستې موخه د ټولنیز پایښت هڅول او په افغانستان کې د زیان منونکو ډلو ملاتړ دی؛ په ځانګړې توګه په داسې حالت کې چې ښځې او ماشومان له پراخو محدودیتونو او ننګونو سره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button