افغانستانامنیت او حوادثخبر
د کابل-کندهار پر لویه لاره مرګونې پېښه؛ شپږ کسان ووژل شول، یو ټپي شو
د دید خبري اژانس: د غزني ولایت په کوتل روضه کې د مسافر وړونکي موټر او کرولا د ټکر له امله شپږ کسان ووژل شول او یو ټپي شو.

د کابل-کندهار پر لویه لاره مرګونې پېښه؛ شپږ کسان ووژل شول، یو ټپي شو
ځایي چارواکي وايي چې ټول قربانیان په کرولا کې سپاره وو او د موټر چلوونکو بې احتیاطي د پېښې اصلي لامل دی.
د غزني د والي ویاند عزت الله سعیدي وویل چې دا پېښه نن سهار (دوشنبه) هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو ۵۸۰ مسافر وړونکی موټر له کرولا سره ټکر وکړ او په کرولا کې ټول سپاره کسان یې ووژل.
د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.