اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګخبر

د افغانستان صادرات په یوه میاشت کې ۴۳ سلنه زیات شوي

د دید خبري اژانس: د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نویو اقداماتو په تعقیب، د ۱۴۰۴ کال په اسد کې د هیواد صادرات د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۴۳ سلنه ډیر شوي دي.

د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې سږ کال د اسد په میاشت کې د هیواد صادرات د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۴۳ سلنه ډیر شوي دي؛ هغه وده چې د وزارت چارواکي یې په ولایتونو کې د صادراتو مرکزونو د جوړولو او د اداري پروسو د ډیجیټل کولو پایله ګڼي.

دا موضوع د صادراتو مرکزونو په لومړۍ مشورتي غونډه کې راپورته شوه چې د دوشنبې په ورځ، د سنبلې په ١٧مه آنلاین ترسره شوه.

په دې غونډه کې، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي، د ولایتي صادراتو مرکزونو له چارواکو سره یوځای، د صادراتو په لاره کې فعالیتونه او ننګونې وڅیړلې.

د غونډې په جریان کې، د لومړي وزیر د حکم نمبر ۴۳۴۳ اجرایوي راپور وړاندې شو، او د کابل د صادراتو مرکز مشر خان محمد تقي د صادراتو د اسانتیا او سوداګرو سره د تعامل د زیاتوالي لپاره د مرکز د اقداماتو په اړه خبرې وکړې.

د سوداګرۍ وزیر د عوایدو راټولولو، د اصلي سندونو ویش، د سوداګریزو اسنادو دقیق ثبت او د کارمندانو بشپړ حساب ورکولو کې په شفافیت ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه چې د ولایتي مرکزونو ترمنځ همغږي، د اداري جوړښتونو تازه کول، او د ډیجیټل ټیکنالوژیو کارول د هیواد د صادراتو د ښه کولو لپاره کلیدي پروګرامونه دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د احصایو له مخې، د هیواد مهم صادراتي توکي تازه او وچې میوې، زعفران، طبي بوټي او قیمتي ډبرې شاملې دي.

یوازې تیر کال، د افغانستان د صادراتو ارزښت له ۱.۸ ملیارد ډالرو څخه ډیر ته ورسید.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button