د دید خبري اژانس: دا مرستې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په امر او د روسیې د حکومت په لارښوونه ویشل شوي دي.

د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې روسیې افغانستان ته د بشري مرستو دوهمه جوپه لیږلي دي.
د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د ژوکوفسکي هوايي ډګر څخه الوتنې “د ویجاړونکې زلزلې څخه اغیزمنو خلکو لپاره له ۲۰ ټنو څخه ډیر خیمې او کمپلې لیږدولې.”
د روسیې د بشري مرستو لومړۍ جوپه د سپتمبر په ۵ مه افغانستان ته ولیږدول شوه.