افغانستانامنیت او حوادثخبرسیمهنړۍ

واشنګټن سرپرست حکومت ته خبرداری ورکوي: د امریکایی اتباعو توقیف دروند قیمت لري

د دید خبري اژانس: په قطر کې د امریکا ډیپلوماتیک ماموریت یو نوی اجرایوي فرمان صادر کړی چې په بهر کې د امریکایی اتباعو د توقیف په وړاندې خبرداری ورکوي او ټینګار کوي چې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه د امریکایی اتباعو کارول به د حکومتونو او ښکیلو ډلو لپاره درانه قیمت ولري؛ یو خبرداری چې د طالبانو سرپرست حکومت ته هم متوجه کیدی شي.

په قطر کې د امریکا ډیپلوماتیک ماموریت دا اجرایوي فرمان یو “بې ساري اقدام” ګڼلی او ویلي یې دي چې هدف یې د متحده ایالاتو څخه بهر د امریکایی اتباعو د غیر عادلانه نیولو او توقیفونو څخه ساتنه ده.

د دې فرمان له مخې، هغه هیوادونه چې د امریکایی اتباعو په سیاسي او غیرقانوني توقیفونو کې ښکیل دي به په ځانګړي لیست کې شامل شي.

په دې پیغام کې، امریکایي چارواکو ټینګار وکړ چې دا نوې پالیسي هغو حکومتونو او ډلو ته “یو روښانه پیغام” دی چې هڅه کوي د امریکایی اتباعو توقیف د سیاسي فشار د وسیلې په توګه وکاروي.

پیغام کې لیکل شوي: “که تاسو هڅه وکړئ چې د امریکایی اتباعو توقیف د معاملې چپ په توګه وکاروئ، نو تاسو به له سختو پایلو سره مخ شئ.”

دا اقدام د طالبانو سرپرست حکومت ته هم مستقیم خبرداری کیدی شي، چې د راپورونو له مخې لاهم په افغانستان کې یو شمیر امریکایان بندیان دي.

واشنګټن په مکرر ډول د طالبانو سرپرست حکومت څخه غوښتنه کړې چې دا کسان پرته له ځنډه خوشې کړي.

امریکا ادعا کوي چې درې امریکایی اتباع، جورج ګلزمن، رایان کوربټ او محمود شاه حبیبي، په افغانستان کې بندیان دي.

سرپرست حکومت د افغان الاصله امریکایی تبعه محمود شاه حبیبي د ځای په اړه د ناپوهۍ څرګندونه کړي دي.

اف بي آی د حبیبي په اړه د معلوماتو لپاره د ٥ ملیون ډالرو انعام وړاندیز کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button