افغانستانامنیت او حوادثخبرسیمه
پاکستان یو ځل بیا د افغانستان خاوره په نښه کړه
د دید خبري اژانس: د اسلام آباد او کابل ترمنځ د کړکیچ له زیاتوالي وروسته، پاکستاني جنګي الوتکو یو ځل بیا د افغانستان خاوره په نښه کړه.

په کنړ ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې د پاکستان د پوځ جنګي الوتکو د سرکاڼو ولسوالۍ په ناوه کراسینګ کې سیمې بمبار کړې دي.
د عیني شاهدانو په وینا، په سیمه کې د لویو چاودنو غږونه اوریدل شوي، خو تر اوسه د احتمالي تلفاتو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.
دا یوازې نهه ورځې وړاندې هغه وخت رامنځته شوه کله چې د پاکستان پوځ د ډرون الوتکو په کارولو سره د ننګرهار او خوست ولایتونو سیمې په نښه کړې.
د دغو بریدونو په ځواب کې، د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او دا عمل یې “د افغانستان د هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه” وبلله.