د دید خبري اژانس: د ملي احصایې د دفتر یو پلاوی تهران ته تللی ترڅو د ایران په اسلامي جمهوریت کې د میشتو اتباعو د هویت د تثبیت په اړه ستونزې حل کړي.

د ملي احصایې د دفتر پلاوی ایران ته سفر وکړ
د ملي احصایې دفتر وايي چې دا پلاوی به په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت د پروسې د اسانتیا لپاره په ایران کې د مسؤل ټیم کاري اړتیاوې پوره کړي.
په ایران کې د افغان اتباعو لپاره د هویت د تثبیت د پروسې مسله د مهاجرینو لپاره د بریښنایی تذکرو ترلاسه کولو او د پاسپورټونو د صادرولو په برخه کې یو له لویو ننګونو څخه دی.