د دید خبري اژانس: د افغانستان د ۲۳ کلنو ملي فوټبال لوبډله به د ۲۰۲۶ کال د اسیا جام د غوراوي سیالیو په لومړي پړاو کې د جاپان له پیاوړې لوبډلې سره مخ شي.

د افغانستان د ۲۳ کلنو ملي فوټبال لوبډله به نن، چهارشنبه د سنبلې ۱۲مه، ۱۴۰۴ کال د ۲۰۲۶ میلادی کال د اسیا جام د غوراوي سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې د جاپان له ملي لوبډلې سره مخ شي.
دا لوبه به د کابل په وخت د ماښام ۵:۰۰ بجې د میانمار په یانګون کې ترسره شي.
د اسیا د فوټبال کنفدراسیون (AFC) د مهالویش له مخې، دا سیالۍ به د ۴۴ ټیمونو سره په ۱۱ ګروپونو کې ترسره شي.
افغانستان په B ګروپ کې د جاپان، کویټ او میانمار (کوربه) سره دی.
په هر ګروپ کې غوره ټیمونه او د دوهم مقام لرونکو ټیمونو څخه څلور غوره ټیمونه به د ټورنمنټ وروستي پړاو ته لاړ شي، چې په ۲۰۲۶ کال کې به د سعودي عربستان لخوا کوربه وي.