د کونړ زلزله؛ په سایبر سپیس کې د کاروونکو خواخوږي، غوسه او غوښتنې
د دید خبري اژانس: په کونړ ولایت کې د ۶.۰ درجې زلزلې، چې سلګونه کسان یې ووژل او زرګونه نور یې ټپیان کړل، په ټولنیزو رسنیو کې د پراخو غبرګونونو څپه راپارولې ده. کاروونکو د #کونړ په ماتم کي او #افغانستان_زلزله په څیر هشټګونو سره د قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه، پداسې حال کې چې د طالبانو د حکومت د بحران مدیریت په کمزورۍ یې سخته نیوکه وکړه.

یو شمیر ښاریانو بې پروايي او د مرستو د تجهیزاتو نشتوالی د تلفاتو د زیاتوالي لامل وګڼلو، او ځینو یې د نړیوالو سازمانونو د سمدستي رسیدو او د طبي او خوراکي توکو د مرستې لیږلو غوښتنه وکړه.
د نیوکې سره سره، ځینو د طبیعي پیښو سره د مقابلې لپاره د عامه زده کړې او مخنیوي پروګرامونو اړتیا باندې هم ټینګار وکړ.
دې پیښې د پخوانیو سیاستوالو، د طالبانو د حکومت د چارواکو او نړیوالې ټولنې غبرګونونه هم راوپارول. ملګرو ملتونو، اروپايي اتحادیې، ایران، پاکستان او ځینو سیمه ایزو هیوادونو د افغانستان له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه او د بیړنۍ مرستې ژمنه یې وکړه.
په ورته وخت کې، په کونړ کې د مخابراتو خنډونو او د طبي تجهیزاتو نشتوالي اندیښنې راپورته کړې دي.