د دید خبري اژانس: په ختیځ افغانستان کې د مرګونې زلزلې وروسته، د ګاونډیو هیوادونو مشرانو د افغانستان له خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د بشري مرستو چمتووالي اعلان کړ.

د چین ولسمشر شي جین پینګ د پیښې د قربانیانو له کورنیو سره په یوه پیغام کې خپله خواخوږي څرګنده کړه.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان افغانستان یو “دوست او ورور ملت” وباله او د بیړنیو مرستو لیږلو لپاره یې د ایران چمتووالی اعلان کړ.
د هند لومړي وزیر نارندرا مودي د ګڼ شمیر اتباعو د له لاسه ورکولو په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړه او د بشري مرستو لیږلو لپاره یې د نوي ډیلي بشپړ چمتووالي ټینګار وکړ.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د افغانستان له خلکو او حکومت سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې له قربانیانو سره به همکاري او مرسته وکړي.
د رسمي احصایو له مخې، د دې زلزلې د قربانیانو شمیر تر اوسه له ۸۰۰ څخه ډیر شوی دی، او ویره ده چې دا شمیره به لوړه شي.