افغانستانامنیت او حوادثخبر

په ننګرهار کې سخت سیلابونه؛ ۵ تنه مړه او ۸ تنه ټپیان شول

د دید خبري اژانس: د ننګرهار ولایت د سختو بارانونو او سیلابونو له امله ګڼ شمیر خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ او لسګونه نور ټپیان شول.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د روداتو، هسکه مینه او چپرهار ولسوالیو کې سیلابونو لږ تر لږه پنځه تنه مړه او اته نور ټپیان کړي دي. په دې ولایت کې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، اصلي سړکونه او د اوبو یو شمیر بندونه هم ویجاړ شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button