افغانستانامنیت او حوادثخبرسیاسيسیمه

کرزی: ډرون بریدونه پاکستان له خپلو سیاسي غلطیو څخه نه شي ژغورلی

د دید خبري اژانس: د افغانستان پخواني ولسمشر د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د پاکستان د ډرون وروستیو بریدونو په کلکه غندنه وکړه، هغه یې د ملي حاکمیت او د ګاونډیتوب د اصولو څخه ښکاره سرغړونه وبلله.

کرزی: ډرون بریدونه پاکستان له خپلو سیاسي غلطیو څخه نه شي ژغورلی
د خوست او ننګرهار په ولایتونو کې د تیر ماښام د ډرون بریدونو وروسته، چې په پایله کې یې یو شمیر ښځې او ماشومان ووژل شول، پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د پوځي اقدام په غندلو سره یو سخت پیغام خپور کړ، دا یې د افغانستان پر خاوره یرغل او د نړیوالو معیارونو خلاف وباله.

د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره، کرزي ټینګار وکړ چې دا ډول پوځي اقدامات به پاکستان په سیمه کې د خپلو غلطو پالیسیو له پایلو څخه ونه ژغوري.

هغه له اسلام آباد څخه وغوښتل چې متمدن چلند وکړي او له افغانستان سره په اړیکو کې د نړیوالو قوانینو اصول مراعات کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button