اسلایدشوافغانستانخبر

اروپايي ټولنه: د کابل د اوبو بحران د اندېښنې وړ دی

د دید خبري اژانس: اروپايي ټولنې په کابل کې د اوبو د سرچینو د اندېښنې وړ کمښت په اړه خبرداری ورکړ او اعلان یې وکړ چې دې بحران د خلکو ژوند په ټولو اړخونو کې اغیزمن کړی دی.

افغانستان ته د اروپايي ټولنې پلاوي یو پیغام خپور کړی چې ټینګار یې کړی چې د اوبو د کمښت له امله رامینځته شویو ننګونو ته د رسیدو لپاره ژمن دی او په دې برخه کې د افغان ادارو او شریکانو سره نږدې کار کوي.

اروپايي ټولنې دا څرګندونې د “نړیوالې اوبو اونۍ” په پای کې وکړې او ویې ویل چې په افغانستان کې د دې ادارې پروژې د کرنې، د اقلیم د بدلون سره د مبارزې، د اوبو او حفظ الصحې چمتو کولو، د خوړو خوندیتوب، او د راستنیدونکو او داخلي بې ځایه شویو خلکو سره د مرستې په څیر برخو تمرکز کوي.

د باران کموالی، د اقلیم بدلون، د نفوس وده، او د اوبو د سرچینو کمزوری مدیریت د هغو عواملو له ډلې څخه دي چې په کابل او د افغانستان په نورو برخو کې یې د اوبو بحران لا پسې خراب کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button