بشري حقونهخبرسیمهنړۍ

د مایکروسافټ ودانۍ د اسراییلي پوځ سره د همکارۍ له امله د لاریون کونکو لخوا نیول شوې

د دید خبري اژانس: الجزیرې د CNBC په حواله راپور ورکړ چې د اسراییلي پوځ سره د مایکروسافټ د همکارۍ له امله د لاریون کونکو یوې ډلې د امریکا په واشنګټن ایالت کې د شرکت مرکزي دفتر اشغال کړ.

د راپور له مخې، مایکروسافټ له پولیسو څخه غوښتي چې لاریون کونکي له خپل مرکزي دفتر څخه وباسي.

همدارنګه، د مایکروسافټ ولسمشر براډ سمیت اعلان وکړ چې شرکت په هغو کارمندانو باندې د جریمې لګولو امکان په پام کې نیسي چې په لاریون کې یې برخه اخیستې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button