اسلایدشوبشري حقونهخبرسیمهنړۍویډیو

د امریکا سفیر په لبنان کې خبریالانو ته ګواښونه او سپکاوی وکړ

د دید خبري اژانس: د لبنان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام بارک د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره له لیدنې وروسته په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د خبریالانو پر وړاندې سختې او سپکاویونکې څرګندونې وکړې.

د شور او غوغا په ځواب کې، هغه خبریالانو ته ګواښ وکړ چې که وضعیت او هغه څه چې هغه یې “شرارتي او حیواني” چلند بولي، دوام ومومي نو له کوټې به ووځي.

بارک بیا په انتقادي غږ کې زیاته کړه: “که تاسو غواړئ پوه شئ چې څه پیښ شوي، نو په مدني ډول چلند وکړئ، مهربان او زغم ولرئ، ځکه چې دا په سیمه کې د نن ورځې پرمختګونو اصلي ستونزه ده.”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button