اسلایدشوافغانستانحکومتخبر

د سرپرست حکومت پنځه کلنه ستراتیژي تصویب شوه

د دید خبري اژانس: د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې اعلان وکړ چې د هیواد د ملي پراختیا ستراتیژي تصویب شوې ده.

د سرپرست حکومت پنځه کلنه ستراتیژي تصویب شوه
دا ستراتیژي د طالبانو د سرپرست حکومت د مشر هیبت الله آخندزاده د امر پر بنسټ چمتو شوې ده.

مجاهد زیاته کړه چې دا ستراتیژي یو جامع، متحد او اوږدمهاله سند دی چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره ډیزاین شوی او موخه یې د هیواد اساسي اهدافو ته رسیدل دي.

هغه روښانه کړه چې دا سند به د حکومت ټولې سرچینې په یوه لوري رهبري کړي.

د هغه په وینا، د ملي پراختیا ستراتیژي درې اصلي ستنې لري: ښه حکومتداري او نړیوالې اړیکې، امنیت او عامه نظم، او اقتصاد او ټولنیز پرمختګ.

مجاهد ټینګار وکړ چې د دې سند پلي کول به د افغانستان د دوامداره ودې او پرمختګ لپاره لاره هواره کړي او د امنیت پیاوړتیا، ټولنیزو خدماتو ښه کولو او د هیواد د اقتصادي وضعیت ښه کولو کې به مهم رول ولوبوي.

تر اوسه پورې، د سرپرست حکومت د پنځه کلنې ستراتیژۍ نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button